افغانستان کې ۷۰سلنه کورنۍ د خوړو برابرولو توان نه لري

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون وايي، ۷۰ سلنه افغان کورنۍ نه‌شي کولای خواړه او خپلې نورې لومړنۍ اړتیاووې برابرې کړي.

دغه فدراسیون نن جمعه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د وچکالۍ په دوام سره افغانستان کې بې‌وزلي او لوږه زیاته شوې او اړتیا ده چې د مهارولو لپاره یې نړیوال خپل ملاتړ پراخ کړي.

بامیان کې مدني فعالان: د نجونو ښوونځیو نه‌پرانستل به «نه جبرانېدونکې» پایلې ولري

د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د لومړي ځل لپاره پرون د غبرګولي په ۲۶مه د بامیانو او دایکندي ولایتونو د مدني ټولنې شاوخوا ۱۲۰ فعالانو د «مرکزي زون د مدني ټولنو مشورتي ناستې» تر عنوان لاندې غونډه وکړه. دغه ناسته د «افغانستان د خلکو غږ» بنسټ له لوري د یوې ورځې لپاره د بامیانو ښار کې جوړه شوې وه.