فلسطیني چارواکي وايي چې اسراییلو ځواکونو په جنین ښار کې درې فلسطینیان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړې دي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په یاده سیمه کې د فلسطیني اعتراض کوونکو او د اسراییلو ځواکونو ترمنځ سختې نښت روانې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپورونو پربنسټ، د همدې نښتو په ترڅ کې اسراییلو ځواکونو پر یوه موټر ډزې کړي چې له امله یې درې کسان ووژل شول. بل‌خوا بیا اسراییل ویلي چې ځواکونو یې د وسله‌والې نښتې پرمهال «درې وسله‌وال فلسطینیان» وژلې دي.

په ورته مهال د اسراییلو پوځ ویلي، د دوی ځواکونه د جنین سیمه کې پر ګزمې بوخت وو چې د سړک غاړې ته د یوه درول شوي موټر څخه پرې وسله‌وال برید شوی دی.

په ورته مهال د فرانسې خبري اژانس ویلي چې اسراییلي ځواکونه بېګاه شپه د جنین ښار کې د ناقانونه وسلو د راټولولو په موخه د عملیاتو په حال کې و.

د راپورونو پربنسټ، اسراییلو ځواکونو بېګاه شپه د جنین ښار د کډوالو په دوو سیمو کې عملیات کړي او د اسراییلي پوځ په وینا، د ځواکونو پر لورې یې ډزې شوي او چاودېدونکې توکي ور ګوزار شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال اسراییلو ځواکونو په دغه موټر کې ناقانونه وسلې چې دوه قبضه ام‌۱۶ ټوپک، پوځي واسکټ او نور توکي کشف او نیولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام