اسراييلي چارواکي وايي چې په تل ابیب کې د پنجشنبې پر ماښام دوو وسله والو کسانو په خلکو د چړو ګوزارونه کړي چې درې کسان یې وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.

چارواکي وايي چې بریدګر له سیمې څخه په یو موټر کې تښتېدلي چې پوليس يې د نیولو هڅې پیل کړي‌ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

برید د اسراييل د خپلواکۍ پر ورځ شوی او دا په دې وروستیو اوونیو کې د خپل ډول تازه برید بلل کېږي. د حماس ډلې دغه بريد ستايلي او ويلي يې دي: «د الاقصی پر جومات بريد بې ځوابه نه پاتې کېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا یو ترهګریز برید بللی دی. د ياد وزارت ویاند نېډ پرایس ويلي چې دا «د نفرت پاروونکو ترهګریزو بریدونو لړۍ ده چې اسراييل ته یې ټکان ورکړی» دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په وروستیو کې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ تاوتریخوالی د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوی دی. په پنځو بریدونو او تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۸ اسرايیلیان او ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام