د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) یوه قاضي اعلان کړی چې د دې محکمې د غړو هېوادونو په غوښتنه سمدستي په اوکراین کې د روسیې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه څېړنې پیلوي.

د رويټرز د رپوټ له مخې، د جرمونو نړیوالې محکمې قاضي کریم خان په یوه بیان کې ویلي چې د څارنوالۍ دفتر د اوکراین په هره برخه کې د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او یا د هر چا له‌خوا د نسل وژنې د تورونو لپاره شواهد پر راټولولو پیل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوکراين پر خاوره د روسيې بشپړ يرغل يوه اوونۍ مخکې پيل شو. روسي ځواکونه تر اوسه د کییف د حکومت په نسکورولو کې پاتې راغلي دي. خو په دې موده کې د دواړو هېوادونو او ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا،  په زرګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

اوکرایني چارواکي ادعا کوي چې روسي پوځیانو د استوګنې سیمې د توپونو او توغندیو په وسیله په نښه کړي دي. په وروستي قضیه کې، د خارکیف په سویل ختیځ ایزیوم سیمه کې یوه چارواکي راپور ورکړ چې د روسیې په هوايي برید کې د دوو ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام