د چیچنیا مسلمان مشر رمضان قدیروف ویلي چې خپل درې زامن به له روسي ځواکونو سره یوځای د اوکراین پر وړاندې د جګړې ډګر ته واستوي.

قدیروف زیاته کړې چې زامن یې ۱۴، ۱۵ او ۱۶ کاله عمر لري او له کوچنيوالي یې پوځي روزنه ترلاسه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه همداراز ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې زامن یې په ريښتینې توګه جګړه تجربه کړي او زه یې د دې هیلې هرکلی کوم. قدیروف پرون دوشنبه د تلې یوولسمه پر خپل ټېلېګرام د خپلو زامنو یوه ویډیو خپره کړې چې هغوی بېلابېلې وسلې کاروي او مجهیز ښکاري.

قدیروف لیکلي: «زامن به مې ژر د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شي». هغه وايي چې زامن یې، احمد، علي او ادم له «ماشومتوب راهېسې د جګړې لپاره روزل شوي» او دا «ټوکه نه» ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

رمضان قدیروف د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته نږدې کس دی او د اوکراین په جګړه کې د نوموړي کلک ملاتړ کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام