د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبرا لاینز په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ غونډې ته په وینا کې وویل چې په وروستیو میاشتو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې اصلي عاملان طالبان دي او که چېرته دغه ډله له جګړې لاس وانخلي، منزوي به شي.

د مېرمن لاینز په وینا، د ملکیانو پر وړاندې د طالبانو کړنې تر نړیوال څار لاندې دي او په وروستیو کلونو کې دغې ډلې د سیاسي مذاکراتو ته د ژمنتیا له امله لازم مشروعیت ترلاسه کړی او دغه ژمنتیا د دوی د جګړې تګلاره تر پوښتنې لاندې راولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال مېرمن لاینز خبرداری ورکوي‎، که د سولې خبرو کې د پرمختګ څرک ونه لیدل شي او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د دې ډلې جنایتونه دوام پیدا کړي، نړیواله ټولنه به طالبان د یوه عملي شریک په توګه ونه پېژني.

مېرمن لاینز وایي، د طالبانو له لوري د ملکي وګړو د وژنې ډېروالی په داسې حال کې دی چې دغه ډله له افغان حکومت سره د سولې پر خبرو بوخته ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په خبره، د ملکیانو مرګ‌ژوبله په همدې وخت کې د تېر کال په پرتله ۵۰سلنه ډېره شوې ده.

په همدې حال کې لاینز وایي چې ۱۸میلیونه افغانان بېړنو مرستو ته اړتیا لري او د تېرکال په پرتله دغه شمېرې دوه برابره ډېرې شوې دي. هغې زیاته کړه چې دوامداره وچکالۍ، د جګړې ډېروالی او د کورونا ویروس خپرېدل د دې لامل شوي چې افغانان وځپي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وایي، هغه سرحدي سیمې چې اوس د طالبانو په لاس کې دي، تېرکال یې نږدې ۴۰سلنه عاید درلود چې د دغو سیمو له لاسه تلو، افغانستان د سیمې د اتصال د څلور لارې په توګه تر پوښتنې لاندې راولي.

بل‌خوا ولسمشر محمداشرف غني چې په ارګ کې د څار او همغږۍ کډ بورډ ته وینا کوله وویل، هېواد کې روانه جګړه کورنۍ نه، بلکې د ترهګرو ډلو جګړه ده.



غني زیاته کړه چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې د پرمختګ هوډ لري او د ښه نیت په ښودلو سره یې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړل او له وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز یې مطرح کړ، خو طالبانو برعکس جګړې ته زور ورکړ.

د غني په وینا، هېڅ هېوادوال غیردولتي عناصر نه شي زغملی او د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري او باید یوه سیاسي حل لار ورته ولټول شي.

ولسمشر محمداشرف غني وایي، هېواد کې روانه جګړه کورنۍ نه، بلکې د ترهګرو ډلو جګړه ده.

ولسمشر غني همداراز وایي چې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې په بېلابېلو دفاعي برخو کې ۵.۲ سلنه بودجه راکمه کړې، څو له غیر اړینو لګښتونو څخه مخنیوی وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغه ناسته کې د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب هم ټينګار وشو او ولسمشر غني وویل چې اجازه نه ورکوي، هغو کسانو په ځانګړې توګه مېرمنې چې د هېواد د پرمختګ او ښه ژوند برابرولو لپاره یې هڅې کړي، له منځه لاړې شي.

په ورته مهال د دغې ناستې ټولو ګډونوالو ټينګار وکړ چې د دې وخت را رسېدلي، څو تاوتریخوالی پای ومومي او د سولې معنې لرونکې خبرې پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام