د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې پر اوکراین برید به تر هغه دوام وکړي، څو چې د روسیې «باعزته» اهداف نه وي تر لاسه شوي. په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن روسیه په اوکراین کې په «نسل وژنې» تورنه کړې ده.

پوتین ویلي چې له اوکراین سره د سولې خبرې له خنډ سره مخ شوي او ټینګار یې کړی چې پر اوکراین د دوی د برید اوومه اوونۍ روانه ده او هر څه له پلان سره سم پر مخ ځي. په همدې حال کې یوه اوکرایني چارواکي رویټرز ته ویلي چې خبرې ستونزمنې، خو پرمخ روانې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پوتین د اوکراین جګړې په اړه چې روسیې یې «ځانګړي پوځي عملیات» بولي، ویلي چې هدف یې له دې جګړې څخه په بشپړه توګه روښانه او د ډونباس له ولس سره د مرستې په موخه دی.

نوموړي اوکراین په ملت‌پالنې او ناسیزم تورن کړ او ویې ویل، روسیې ته بله چاره نه وه ورته پاتې چې خلک له ناسیزم څخه وژغوري او د روسیې امنیت ډاډمن کړي.

په تېره یوه اوونۍ کې دا د اوکراین د جګړې په اړه د ولسمشر پوتین لومړۍ وینا ده. نوموړی د جګړې د لومړیو ورځو خلاف، اوس کمې څرګندونې کوي.

پوتین پرون د فضانوردۍ ورځې په مناسبت د روسیې په ختیځ د امور په سیمه کې د ووستوچني فضایي اډې ته تللی و او نوموړي سره په دغه سفر کې د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو هم ملګرتیا کوله.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پوتین ویلي چې پر روسیې د لوېدیځو بندیزونه نشي کولای روسیه منزوي کړي او هغه بندیزونه چې پر روسیې او بېلاروس لګول شوي، باید دغه دواړه هېوادونه سره ژورې اړیکې او پیوستون پیدا کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام