Asset 1SWN

د روسیې په یوه ښوونځي کې د برید پرمهال ۱۳ کسان وژل شوي

_126848904_capture

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پلازمېنې مسکو د ایژوسک ښار په یوه ښوونځي کې د وسله‌وال برید پرمهال د اوو زده‌کوونکو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.

په سیمه کې محلي مسوولانو رسنیو ته ویلي چې په برید کې د ښوونځي دوه ښوونکي او ساتونکي هم وژل شوي دي. په دغه ښار کې د سپټمبر تر ۲۹مې ویر اعلان شوی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د روسیې د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دې برید کې ۲۰ کسان ټپیان شوي، خو د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

بل‌خود د روسیې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، د پېښې ځای ته یې څوارلس امبولانسونه او روغتیايي ډلې لېږلي، څو له ټپیانو سره مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

چارواکو ویلي چې وسله‌وال بریدګر له برید وروسته ځان وژنه کړې او تراوسه معلومه نه ده چې نوموړي ولې او د څه لپاره پر دغه ښوونځي برید کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام