Asset 1SWN

سلام وطندار

کابلوف: د کابل په غوښتنه روسیه د بین‌الافغاني خبرو بیاپیل کې مرسته کولای شي

244328712

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه ویلي چې روسیه کولای شي، د بین‌الافغاني خبرو راژوندۍ کولو لپاره مهم رول ولوبوي.

ضمیر کابلوف پرون جمعه د مرغومې دویمه له «هندو» ورځپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، روسیه او هند دواړه کولای شي چې د بین‌الافغاني خبرو د بیاپیل لپاره مهم نقش ولوبوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي ویلي: «د بین‌الافغاني خبرو پر مټ د حل لارې د موندنې څرنګوالی له افغانانو سره دی، که داسې غوښتنه له کابله راورسېږي، روسیه چمتو ده چې دې برخه کې اړینې مرستې وکړي.»

کابلوف زیاته کړې چې هیله‌مندی دی«اسلامي امارت د اشرف غني او په ۹۰یمه لسیزه کې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال تېروتنې تکرار نه کړي.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د افغانستان په شمال او سوېل کې د اسلامي امارت چارواکو ترمنځ د نظرونو اختلافات ته په اشارې سره ویلي، شمال کې د اسلامي امارت چارواکي لوړو زده‌کړو ته د نجونو لاسرسي ته تمایل لري.

همداراز له هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې کابلوف افغانستان کې د داعش ځپلو لپاره د اسلامي امارت له هڅو ناخوښي څرګنده کړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د جمهوریت پرځېدو سره هم‌‌مهاله د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې په وار وار افغانستان کې د ترهګریزونو فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی و، خو اسلامي امارت بیا تل افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور رد کړی او ویلي یې دي چې له افغانستانه به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه‌شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام