د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د نړیوالې غونډې له پیلېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د اقلیمي بدلون د خطرونو کمېدو په موخه د اسلامي امارت سرپرست حکومت دې برخه کې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د اقلیمي بدلون د احتمالي ګواښونو کمېدو او د پايښت لرونکي اقتصاد بیارغونې لپاره د دوی مرسته اړینه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل سلام وطندار ته وویل: «د زیانونو د جیران سربېره د احتمالي ګواښونو د کمښت او د ټولنې مقاومت لوړوالي او هېواد کې د پايښت لرونکي اقتصاد لپاره د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه ده.»

اسلامي امارت داسې مهال افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د خطرونو کمېدو لپاره نړیوالو څخه د مرستو غوښتنه کړې چې هېواد کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي (یوناما) په یوه رپوټ کې له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې اقلیمي بدلونونو ته جدي پام وکړي.

د یوناما په رپوټ کې ویل شوي افغانان د اقلیم د ویجاړونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي او دغه هېواد کې د اقلیم په اړه بیړني ټولیز اقدام ته اړتیا ده. د یوناما په راپور کې افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه شپږم زیانمن هېواد بلل شوی دی.

په کرنې د هېوادوالو تکیه، وچکالي او کمزورې ټولنیزه او اقتصادي پرمختیا او د تېرو څلورو لسیزو جګړې له هغو لاملونو څخه شمېرل کېږي چې افغانستان یې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې زیانمن کړی دی.

یوناما ویلي، افغانستان کې وچکالي نه یوازې د افغانانو ژوند سخت کړی، بلکې د اقتصادي پرمختیا او د خوړو خوندیتوب یې سخت اغېزمن کړی او د کډوالۍ لامل شوی دی.

دې ټولو سربېره د چارو شنونکي افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو وضعیت څخه اندېښنه ښيي او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د یوه اغېزناکه میکانیزم نه شتون څخه شکایت کوي.

د طبیعي پېښو کارپوه عبدالباسط رحماني دېته په اشارې چې د افغانستان مختلفې برخې د اقلیمي بدلونونو د منفي پایلو له ګواښ سره مخ دي، د اوسني حکومت له خوا دې برخه کې د ګټورو تګلارو غوره کولو غوښتنه کوي.

دا داسې مهال دی چې په دې وروستیو میاشتو کې افغانستان د زیان اړوونکو طبیعي پېښو شاهد وو چې خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت سرپرست حکومت تر دې وړاندې د یوه کنفرانس له لارې نړۍ څخه غوښتي وو چې افغانستان کې د طبیعي پېښو د زیانونو جبران لپاره مرسته وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام