اقلیمي بدلون په وروستیو کلونو کې د نړۍ په کچه یوه مهمه ننګونه ګڼل کېږي چې د انسانانو په ګډون یې نور ژوندي حیوانات او په ټوله کې ځمکه له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

د نړۍ صنعتي کېدو او د نفوس زیاتېدو په ډېری هېوادونو کې پر چاپېریال ناوړه اغېزې کړې دي. دا اغېزې یوازې پر پرمختللو هېوادونو نه خلاصه کېږي، بلکې د افغانستان په څېر هغه هېوادونه یې هم زیانمن کړي چې د کاربن تولید او د ځمکې د حرارت درجې تودولو کې د پام وړ ونډه نه‌ لري.

د اسلامي امارت چارواکو نن د اقلیمي بدلون نړیوالې اوونۍ په اړه جوړې شوې غونډه کې د وینا پر مهال افغانستان کې د اقلیمي بدلون ناوړه پایلو په اړه اندېښنه وښوده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رییس‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي د اقلیمي بدلون برخه کې د حکومت د کلکې مبارزې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به یو کنفرانس هم جوړ کړي.

د نوموړي په خبره، یاد کنفرانس د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې برخه کې د علمي لاروچارو موندلو، د علمي بنسټونو په نصاب کې د اقلیمي بدلون اړوند مسایلو نغاړلو، په دې اړه د څېړنو زیاتوالي، د خصوصي سکتور ترمنځ همغږۍ او افغانستان کې د اقلیمي بدلون برخې ته د نړیوالې ټولنې د پام را اړولو لپاره جوړوي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې، په ځانګړې توګه روان کال د اقلیمي بدلون له کبله خونړۍ پېښې تجربه کړې. وچکالي، بې‌وخته بارانونه، سخت سېلابونه او په اوړي کې د واورې اورېدل په هېواد کې د اقلیمي بدلون مهمې بېلګې دي چې سږ کال یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس حافظ عزیزالرحمان که څه هم له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د دې ادارې د ځینو پروګرامونو د جوړېدو خبر ورکوي، خو زیاتوي چې یاده مبارزه اوږدمهاله پلان ته اړتیا لري او په وینا یې، دوی یې لپاره کار کوي.

بله‌خوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی بیا افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو یوه برخه پړه پر هغو هېوادونو وراچوي چې له څو لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل وو.

ستانکزي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې افغانستان کې د اقلیمي بدلون د کنټرول لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي.

که څه هم په نړۍ کې له اقلیمي بدلون سره مبارزه د حکومتونو په سیاستونو کې مهمه برخه جوړوي، خو افغانستان کې دې برخې ته څومره چې اړتیا ده، پام نه‌دی شوې. د ځنګلونو او شنو سیمو وهل، د بې‌کیفیته سون‌توکو کارول او چاپېریال ته نه پاملرنه هغه څه دي چې په هېواد کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې خنډ ګرځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام