Asset 1SWN

افغانستان ته د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه کڅوړه راورسېده

Dollar-1212-q1wgplvmbixb8sfmuhckm0hy60ztpry742q3m6o9e0

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام، نن «د غويي ۲۴مه، د یکشنبې ورځ» د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه کڅوړه کابل ته را رسېدلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان بانک نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نن د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه کڅوړه هېواد ته رارسېدلې او دلته یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د بانکي سکټور له لارې د بشري مرستو وېشل د روڼتیا او خلکو ته د مرستو رسولو بهیر د اسانتیا لامل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان بانک د شمېرو له مخې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې افغانستان ته د بشري مرستو په موخه له دوه میلیارډه ډېر نغد امریکايي ډالر را رسېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام