د ترکیې ټاکنې؛ افغان کډوال له راتلونکي حکومته د خپل وضعیت بدلېدو غوښتنه کوي

د ترکیې وګړي نن یکشنبه سهار اته بجې د رایې ورکولو صندوقونو ته ولاړل او د خپل هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره یې د ولسمشري ټاکنو کې چې د ترکیې په معاصر تاریخ کې تر ټولو مهمې ټاکنې بلل کېږي، برخه واخیسته.

هېواد کې په کلدارو راکړه ورکړه؛ د هلمند د ګرمسېر یوشمېر ځوانان «افغانۍ» نه پېژني

ګرمسېر، د هلمند د سوېلي ولسوالیو له ډلې یوه ده. د دې ولسوالي اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالي کې ټوله راکړه ورکړه د تېرو شاوخوا دېرشو کلونو راهیسې په پاکستانۍ کلدارو کېږي. د دوی په وینا، ټولې وړې او لويي سوداګریزې راکړې ورکړې یوازې په کلدارې کیږي او په ځینو سیمو کې که هټۍ‌والو ته افغانۍ هم ورکړې، په افغانیو بدلوي.

کندهار کې د ترېشل دوه کارخونې د کال ۹۰۰ ماشینونه تولیدوي

په کندهار کې د غنمو د ترېشل ماشينونو جوړولو دوه کارخونې فعاليت کوي چې په دې سره هېواد ته د ترېشل ماشینونو د واردېدو مخه نیول شوې ده.
د کندهار د صنعتي پارک امر مفتي علي‌محمد وايي، په دغه ولایت کې د ترېشل ماشينونو د دوو کارخونو په فعالیت سره د دغو ماشینونو پېرلو لپاره بهر ته د لسګونه ميليونه افغانیو د تلو مخه نیول شوې ده.

شل میلیونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچې د لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اوس شاوخوا شل میلیونه افغانان د اړتیا وړ خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري. په ورته وخت کې یوشمېر کابل ښاریان هم هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې زیاتوالي اندېښمن کړي او وايي، اسلامي امارت باید خلکو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

هرات کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین درېیم پړاو پیل شو

په روان زېږدیز کال کې د ګوزڼ ناروغي د واکسین د کمپاین درېیم پړاو نن (د غويي ۲۴مه، د یکشنبې ورځ) په هرات کې پیل شو. د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال آصف کبیر سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد کمپاین ملاتړکوونکی دی او پر مهال به یې د هرات ښار په ګډون، د شینډنډ ولسوالي او په مسلخ او شیدايي کمپونو کې د کورنیو بې‌ځایه شویو ماشومان واکسین شي.