Asset 1SWN

د ترکیې ټاکنې؛ افغان کډوال له راتلونکي حکومته د خپل وضعیت بدلېدو غوښتنه کوي

Recep-Tayyip-Erdogan-elections-q6gaxi9coqeenuwnhrg06usz970nwwb3ftb2yroujw-q6gua86shkis4ao1z04yrz2ozybtgkolpn8nlx32bs

د ترکیې وګړي نن یکشنبه سهار اته بجې د رایې ورکولو صندوقونو ته ولاړل او د خپل هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره یې د ولسمشري ټاکنو کې چې د ترکیې په معاصر تاریخ کې تر ټولو مهمې ټاکنې بلل کېږي، برخه واخیسته.

په دغو ټاکنو کې د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب‌طیب اردوغان د خپل حکومت د اپوزیسیون له مشر کمال قیلیچدار اوغلو سره سیالي کوي او له ټاکنو وړاندې نظرپوښتنې هم ښيي چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ولسمشري څوکۍ خپلولو لپاره به د دغو دوو نوماندانو ترمنځ سیالي سخته وي. د ترکیې د ۸۵ میلیونه وګړو له ډلې ۶۴ میلیونه یې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اوس په ترکیه کې مېشت افغان کډوال احسان‌الله رحیم‌اوغلو وايي چې په دغه هېواد کې د شاوخوا اته میلیونه کډوالو راتلونکې هم له دغو ټاکنو سره تړلې؛ ځکه په وینا یې، یوه لوري په ټاکنیز کمپاین کې ویلي و چې هلته مېشت کډوال به خپلو هېوادونو ته ولېږي.

په همدې حال کې یو بل افغان کډوال شاداب ژکفر بیا په زوره د کډوالو اېستلو بهیر د دوام په اړه اندېښنه ښيي او وايي، تمه لري چې د ترکیې راتلونکی حکومت به د کډوالو وضعیت ښه‌والي ته پام وکړي.

بله‌خوا د ترکیې پارلماني ټاکنو ته نوماند عزت‌الله سادات چې په اصل کې افغان دی وايي، که دغو ټاکنو کې بریالی شي، د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره به اقدام وکړي. هغه ټینګار کوي چې هلته د مېشتو افغان کډوالو، په تېره ماشومانو لپاره د نورو اسانتیاوو تر څنګ، د روغتیا او زده‌کړو اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د ترکیې په ټاکنو کې دواړه لوري د دغه هېواد د بهرني سیاست په اړه بېلابېلې طرحې لري، خو د دغو ټاکنو پایلې به د افغانستان پر وړاندې د ترکیې پر تګلارې څه اغېز وکړي؟

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «که اردوغان په ټاکنو کې بریالی شي، د افغانستان او ترکیې اړیکې به همداسې پاتې شي، خو که مخالف یې بریالی شي، ښايي د افغانستان له اوسنیو شرایطو لرې شي، البته بیا به یې هم پام وي.»

د ترکیې د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې د رایې ورکولو وروستی وخت د سیمې پر وخت د مازدیګر پنځه بجې ښودل شوی او ټاکل شوې لومړنۍ پایلې یې هم نن شپه ناوخته اعلان شي. د ترکیې په ټاکنو کې د بریا لپاره ګټونکی باید له ۵۰ سلنې ډېرې رایې خپلې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام