افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم یو ځل بیا پر ګاونډیو او د سیمې نورو هېوادونو د افغان کډوالو څپه ور ماته شوه. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف یو راپور چې په زمري میاشت کې خپور شو، ښيي چې په یوه کال کې شاوخوا یونیم میلیون افغانان یوازې ایران ته تللي دي.

په دې موده کې د ایران ترڅنګ، سلګونه زره افغانان پاکستان، ترکیې، تاجکستان، امریکا او نورو اروپايي هېوادونو ته هم کډوال شوي دي.

سلام‌وطندار یوازې په ایران، پاکستان او ترکیه کې د افغان کډوالو وضعیت ته کتنه کړې او هلته یې له یوشمېر ورغلیو افغان ځوانانو سره خبرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

احسان‌الله چې ۲۶ کاله عمر لري او له ناقانونه لارې یې ځان ترکیې ته رسولی، وايي چې هلته ورسره د دغه هېواد پولیس ناوړه چلن کوي. هغه وايي، د ترکیې پولیس افغانان نیسي، بندیانوي یې، شکنجه ورکوي او ان بېرته یې افغانستان ته لېږي.

احسان‌الله له اسلامي امارت څخه غواړي چې د افغان کډوالو غږ واوري او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو حل په برخه کې اقدام وکړي.

یو افغان کډوال سمېع‌الرحمان چې تازه پاکستان ته تللی وايي، د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پر افغانانو فشارونه زیات کړي، هغوی نیسي، بندیانوي یې او بېرته یې اړوي. د نوموړي په وینا، تراوسه هېڅ نړیوال سازمان د دغو کډوالو پوښتنه نه ده کړې.

اسلام‌اباد کې افغان کډوال د اعتراض پر مهال

یو بل افغان کډوال چې اوس په ایران کې دی وايي، د ایران پولیس افغانان نیسي او د رسمي پاڼو له ورکولو سره سره یې بیا هم ځوروي. هغه زیاتوي، ایران کې پاسپورټ او ویزه هم سم نه چلېږي.

د کډوالو چارو یوې فعالې آصفې ستانکزۍ چې اوس ایران کې ده، سلام‌وطندار سره په مرکه کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو ستونزو ته پام وکړي او د بشري وضعیت په اړه یې له کوربه هېوادونو سره خبرې وکړي. ستانکزۍ وايي، حکومت ته په‌کار ده چې په کور دننه خلکو ته کاري اسانتیاوې برابرې کړي او د افغانانو د لا کډوال کېدو مخه ونیسي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوس نږدې اووه میلیونه افغانان کډوال دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په ترکیه او ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې مني، خو زیاتوي چې د خبرواترو له لارې به یې حل کړي.

په دې وروستیو کې له تاجکستان څخه هم په زوره د افغان کډوالو د را اېستلو راپورونه خپاره شول، خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو په وینا، یاده موضوع یې د خبرو له لارې حل کړې او اوس له دغه هېواده څوک په زوره نه را اېستل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام