ایران کې له یوشمېر افغان کډوالو سره د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن، ځينې ویډیوګانې رسنيزې شوي چې ګڼشمېر غبرګونونه یې راپارولي دي.
د ټولنیزو رسنیو یوشمېر افغان کاروونکي ایران کې افغان کډوالو سره د ایرانیانو د چلن څرنګوالی غیرانساني کار بولي او غندنه یې کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دوی په وینا، ایران کې د افغان کډوالو وهل او ټکول له پخوا راهیسې روان دي او کلونه کېږي چې افغانان د ایران د پولهساتو ځواکونو ظلمونه زغمي.
پېژندل شوي سندرغاړي فرهاد دریا د اعتراض په بڼه لیکلي، سره له دې چې ګڼشمېر افغانان له روحي پلوه سپکاوي او تاوتریخوالي سره مخ دي، هغوی له جنسي اړخه هم ځورول کېږي. هغه له ایرانیانو غوښتي چې اجازه ور نه کړي. غیرانساني سیاستونه د نورو عزت او حیثیت له منځه یوسي.
د فرهاد دریا د اعتراض لیک کې ویل شوي: «د یوه انسان په توګه د بېکوره انسانانو پر وړاندې مو د غیرانساني کړنو له لیدو څخه خجالته یم. که نهشو کولای چې ښه ګاونډي ووسو، کم له کمه ښه انسانان خو کېدی شو.»
ایران کې پر افغان کډوالو د فشار زیاتېدو په دوام د ټولنیزو رسنیو یو شمېر نور کاروونکي وايي، د ایران پولهساتو ځواکونو افغانانو سره د ناوړه چلند او تاوتریخوالي ترڅنګ، نژادپالنې او خپل سریو ته مخه کړې ده.
یوشمېر هغه افغان کډوال چې ایران کې ژوند کوي وايي، داچې د ایرانیانو له خوا ورته سپکاوي او بېعزتي کیږي، په ازاده توګه تګ راتګ نه شي کولی.
په ورته وته کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان، له افغان کډوالو سره د ایرانیانو چلن ځورونکی بولي او ټینګار کوي چې دغه هېواد کې د افغانانو د ژوند کولو وضعیت ښهوالي لپاره هڅې دوام لري.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې افغان کډوالو سره د ایران د پولهساتو ځواکونو د ناسم چلن په تړاو یې کابل کې د ایران مسوولان احضار کړي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا لومړی ځل نه دی چې افغان کډوالو سره ایران کې ناسم چلند کیږي، دغه هېواد کې مېشتو افغانانو په وار وار د بهرنیو وګړو پر وړاندې د ایراني چارواکو ناسمو کړنو څخه نیوکه کړې ده.