Asset 1SWN

د ا.ا او پاکستاني چارواکو د لفظي شخړو دوام؛ شنونکي: د دوه‌اړخیزو اړیکو په زیان دي

فصیح_الدین-فطرت-و-عاصم-منیر-qixgzia9snwc6i0apa30pbvp174l4qqs9ld8h40xvs

که څه هم پاکستان د ا.ا له واکمنېدو راهیسې له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړی، خو دا اړیکې د دواړو لوریو د چارواکو له اختلافونو او لفظي شخړو سره مخامخ شوې دي.

تازه د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر پر ا.ا نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د یوه پاکستاني د ژوند ارزښت له ټول افغانستان څخه زیات دی. دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي خبرداری ورکړی، هغه کسان به وڅاري چې په افغانستان کې د پاکستان د امنیت پر ضد کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو دغو څرګندونو د ا.ا د پوځ د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت غبرګون را پارولی دی. د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي د هغه له خولې لیکلي چې پاکستان د خپلې ناکارۍ پړه پر نورو وراچوي.

د اسلامي امارت د لوی درستیز د وینا په یوه برخه کې راغلي: «دا چې ښاغلي منیر د خپل هېواد د یوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم بولي، دا د یوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی. دا چې دوی نه‌شي کولای د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي، د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو وراچوي. د پاکستان خلک باید د دغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښيي.»

په ورته وخت کې د سیاسي او امنیتي چارو یوشمېر کارپوهان دا ډول څرګندونې او لفظي شخړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابېدو لامل بولي. د امنیتي او سیاسي چارو کارپوه عزیز ستانکزی وايي، دا ډول لفظي شخړې به په اوسني وضعیت کې پاکستان ته سخت زیان ورسوي.

هغه په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «پاکستاني چارواکي باید د لوی درستیز غوندې لیدلوری ونه لري؛ ځکه اړیکې خرابوي. افغانستان تل د خپلو ګاونډیانو په اړه له کومې موخې او د لاسوهنې له ارادې پرته لیدلوری خپل کړی، خو پاکستان تل له واقعیت پرته او د لاسوهنې لپاره څرګندونې کړي او دا کولای شي ناورین نور هم پراخ کړي.»

په تېرو دوو کلونو کې تمه کېده چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ به اړیکې ښې شي، خو دا اړیکې تر لفظي شخړو او ان سختو اختلافونو پورې رسېدلې دي.

بله‌خوا د سیاسي چارو کارپوهان صادق شینواری او عبدالقادر قانت وايي:

«پاکستان تل د افغانستان په اړه استخباراتي او دوه‌مخی سیاست لوبولی چې بېرته یې پر همدغه هېواد منفي اغېز کړی دی. اوس د دغه وضعیت په توجیه کولو سره غواړي د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا امنیت خراب کړي او د داعش غوندې ډلو په کارولو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو استخباراتي ګټي خوندي کړي.»

« تر هغه چې په افغانستان کې د پاکستان ګټې خوندي نه وي، د دواړو هېوادونو اړیکې نه ښې کېږي؛ ځکه چې پاکستان تل له افغانستان څخه ناسمې غوښتنې کوي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې ګارډین ورځپاڼې په دې وروستیو کې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، پاکستان هڅه کوي افغانستان ته د داعش وسله‌وال واستوي او د افغانستان د سرپرست حکومت پر ضد یې وکاروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام