Asset 1SWN

ذبېح‌الله مجاهد: شیرین‌ اخوند له پاکستاني چارواکو سره پر ټي‌ټي‌پي نه غږېږي

شیرین-آخوند،-والی-کندهار-qhpisgpom39exu73if4gwqv6ej04ozaegi3catrn9k

د پاکستان اېکس‌پرېس ټرېبون ورځپاڼې خبر ورکړی چې د ا.ا سرپرست حکومت کې د کندهار والي شیرین‌ اخوند به د مرغومي په دیارلسمه، د چهارشنبې ورځ دغه هېواد ته سفر وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي چې شیرین اخوند به پر دوو اړخیزو اړیکو او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) پر موضوع د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

خو د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد پاکستان ته د شیرین اخوند نه تایید او نه هم ردوي، خو وايي چې نوموړی له پاکستاني چارواکو سره پر ټي‌ټي‌پي خبرې نه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هغه په خبره، د کندهار والي د هغه کمېسیون مسوولیت پر غاړه لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې شوې سرغړونې ارزوي او که له پاکستاني چارواکو سره خبرې هم کوي، پر همدې مسلې به راڅرخي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام