د هند د بهرنیو چارو وزیر «اېس‌جې‌ شنکر» د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د دغه هېواد په وډوډارا ښار کې د یوې غونډې پرمهال ویلي چې پاکستان په نړیواله ترهګرۍ کې لاس لري.

شنکر په خپله وینا کې ویلي، د نړۍ هېڅ هېواد دومره ترهګري نه کوي، لکه څومره چې پاکستان ځان پرې بوخت ساتلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هندي رسنیو په حواله نوموړي خپله وینا کې همداراز ویلي چې نړیوال هند په معلوماتي ټکنالوژۍ کې د یوه مخکښ هېواد په توګه پېژني په داسې حال کې چې پاکستان د یوه نړیوال ترهګر په توګه پېژندل شوی دی.

بل‌خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د تلې یوولسمه په یوې خبرپاڼه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې بې‌بنسټه بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هېواد د هند له لوري هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې پاکستان په «نړیوال تروریزم» کې ښکېل دی.

خبرپاڼه کې د هند تر ولکې لاندې کشمېر ته په اشارې سره ویل شوي چې هندي ځواکونه کشمېر کې بې‌ ګناه خلک وژني او ترهګرۍ ته لمن وهي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې او د نړیوالې سولې د ټينګښت برخه کې د دغه هېواد هڅې د نړیوالو له لوري منل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام