Asset 1SWN

راتلونکو ۲۴ساعتونو کې د ازبکستان برښنا بېرته نښلول کېږي

508C9BF4-58CF-4F3B-9EFB-AF271E959B61_cx0_cy18_cw0_w1200_r1

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به افغانستان ته د ازبکستان د پرې شوې وارداتي برښنا یوه اندازه بېرته ونښلول شي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن سه‌شنبه د سلواغې څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ډاډ ورکړی چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به ۲۵۰ مېګاواټه برښنا بېرته وصل کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي لیکلي: «نن د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ډاډ ورکړی چې د برښنا د تولید برخه کې ځینې ستونزې هوارې شوي او د ازبکستان برښنا وزارت خپل ټول تیارۍ نیولی چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به بېرته ۲۵۰ مېګاواټه برښنا ونښلو شي.»

ازبکستان داسې مهال افغانستان ته د وارداتي برښنا د بېرته نښلولو خبره کوي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د یوې غونډې پر مهال له ازبکستان غوښتنه وکړه چې د شوي تړون له مخې افغانستان ته برښنا ورکړي.

په ورته مهال نږدې دوه اوونۍ کېږي چې د کابل په ګډون د هېواد یو‌شمېر ولایتونه برښنا نه‌لري او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

سربېره پر دې چې هېواد کې د روان ژمي سړې څپې روانې دي، ګڼ‌شمېر خلک د خپلو کورونو د تودولو او خوراکي توکو د رانیولو توان نه‌لري او د برښنا پرچاوۍ هم دوی ناهیلې کړې دي.

که څه هم افغانستان د برښنا تولید لپاره پراخې سرچینې لري، خو دې برخې ته د حکومتونو نه پاملرنه او دوامداره جګړې دغه هېواد اړ کړی چې ګاونډیو هېوادو ته د برښنا د راواردولو لپاره لاس ور اوږد کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام