د زده‌کړو نړیواله ورځ؛ پوهنې وزارت: زده‌کړې د هر افغان لپاره اړینې دي

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د زده‌کړو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې زده‌کړې د هر افغان لپاره اړینې دي.
دغه وزارت افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې افغانانو ته به د معیاري زده‌کړو د اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوي.

د زده‌کړو نړیواله ورځ؛ افغان نجونې: زده‌کړو ته له لاسرسي ناهیلې شوې یوو

نن د سلواغې څلورمه او د جنوري ۲۴مه، د زده‌کړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. یونسکو سږ کال داسې مهال دا ورځ افغان نجونو ته ځانګړې کړې چې اسلامي امارت د افغان نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړلې دي. افغان نجونې وايي، واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم له زده‌کړو بې‌برخې شوي او اوس یې بېخي هیلې له لاسه ورکړې دي.

کابل کې د یوشان درملو له بېلابېلو بیو د خلکو شکایت

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د ښار په درملتونونو کې د یو شان درملو له بېلابېلو بیو څخه شکایت کوي. دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د ښار په یوه سیمه کې د درملتونونو مسوولان یو شان درمل په خپلسري توګه په بېلابېلو بیو پلوري.

انټونیو ګوټرېش: ا.ا دې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لغوه کړي

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د زده‌کړو د نړیوالې ورځې په مناسب پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، اسلامي امارت دې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې تبعیضي چلند پای ته ورسوي. نوموړي لیکلي: «زه پر اسلامي امارت غږ کوم چې د نجونو د ثانوي، لېسې او لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي په اړه خپل ظالمانه محدودیتونه لغوه کړي.»

متقي ګرېفېټس ته: ټول‌بښنه مو معاصر تاریخ کې بېلګه نه‌‌لري

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټس په مشري پلاوي سره کابل کې لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.

راتلونکو ۲۴ساعتونو کې د ازبکستان برښنا بېرته نښلول کېږي

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي، راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به افغانستان ته د ازبکستان د پرې شوې وارداتي برښنا یوه اندازه بېرته ونښلول شي. د یاد وزارت ویاند ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ډاډ ورکړی چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به ۲۵۰ مېګاواټه برښنا بېرته وصل کړي.

بادغیس کې د دوو جلا پېښو پر مهال دوه کسان وژل شوي

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو پېښو پر مهال دوه کسان وژل شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله سلام‌وطندار ته ویلي، لومړۍ پېښه چې تګاب ولسوالي کې رامنځته شوې د عیدمحمد په نوم یو ۱۶کلن ځوان هغه مهال د خپل «تره د زوی» له‌خوا ووژل شو چې دواړو پر وسلې لوبې کولې.