Asset 1SWN

کابل کې د یوشان درملو له بېلابېلو بیو د خلکو شکایت

2-scaled

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د ښار په درملتونونو کې د یو شان درملو له بېلابېلو بیو څخه شکایت کوي. دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د ښار په یوه سیمه کې د درملتونونو مالکان یو شان درمل په خپلسري توګه په بېلابېلو بیو پلوري.

محمدسلام عطايي چې د کابل ملالۍ زېږنتون ته يې خپل ناروغ راویستی وايي، په درملتونونو کې یو ډول درمل وي، خو بیه یې خورا توپیر لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «له یوه درملتون مې درمل په ۱۸۰۰ افغانۍ واخیستل، د پروان هوټل سیمه همدغه درمل په ۱۲۵۰ افغانۍ و، یعنی ۶۰۰ افغانۍ توپير یې لره. داسې وخت راغلی چې خلک د خپل کور لګښت نشي پوره کولای، د ناروغۍ لګښت خو پر ځای پرېږده.»

په همدې حال کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وايي، یوه طرحه چمتو شوې چې پر بنسټ به يې هېواد کې د درملو بیه ثابته وساتي او په وینا یې، د درملو شرکتونو به له دې وروسته مکلف وي چې د درملو پر پوښ بیه ولیکي.

د یادې ادارې ویاند جاوید هژیر وویل: «د ام‌ار‌پي‌ طرحې پلي کول د درملو پر پوښ یا قوطي د درملو د بیې لیکل دي چې دا کار جبري دی. هره هغه کمپنۍ چې درمل واردوي باید پر پوښ یې بیه ولیکي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د خوړو او درملو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، اوس کابل کې ۴۰۰۰ درملتونونه او ۴۵۰ د درملو عمده پلورنځي فعالیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام