د کندوز یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د بېکیفیته درملو په اړه شکایت کوي او وايي، له یوې خوا د درملو بیې لوړې دې او بلهخوا درمل پلورونکي بېکیفیته درمل راوړي چې ناروغانو ته یې د ګټې پر ځای، زیان ډېر دی.
دوی له اړوندو مسوولانو څخه غواړي چې نه یوازې د بېکیفیته درملو د پېر او پلور مخه ونیسي، بلکې بیې یې هم کنټرول کړي. د کندوز اوسېدونکي احمدولي او عبداللطیف وايي:
«د درملو کیفیت ډېر ټیټ دی. که ډېر کیفیت ولري، له پنځوس سلنه څخه ډېر نهدی. ماشومان مو ناروغان شول، درې څلور ځله مو درمل وپېرل، روغ نه شول. بېکیفیته درمل یې راکړي وو. که درمل ښه وای، په یو ځل رغېدل.»
«له بېکیفیته درملو ټول کړېږي، په تېره کندوز کې ډېر دي. د دې پر ځای چې ګټه وکړي، نورې ناروغۍ زېږوي. له دولت نه غواړو چې جدي پام ورته وکړي.»
د کندوز د درملیزو خدمتونو ټولنې مشر عبدالاحد فرید هم مني چې یوشمېر کسان په ناقانونه توګه بېکیفیته درمل راوړي او په وینا یې، څو ځله یې دغه ولایت کې درملتونونو ته خبرداری ورکړی چې له نارسمي کمپنیو او سوداګرو درمل ونه پېري.
هغه وايي، کندوز کې د درملو شرکتونو استازولۍ شته او پلورونکي یې کولای شي له هغو یې ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د کندوز د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیبالله ساحل وايي، په ښار کې یې د بېکیفیته درملو او شفري نسخو د موندلو په موخه یې ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده. د هغه په خبره، که څوک په ناقانونه توګه بېکیفیته درمل وپلوري، قانوني چلن به ورسره وکړي.
ساحل وايي: «موږ ځینې درملتونونه له همدې کبله تړلي او جوازونه مو یې لغوه کړي. ځینې ستونزې شته، خو د حل لپاره یې هڅې کوو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندوز اوسېدونکي داسې مهال په دغه ولایت کې د بېکیفیته درملو په اړه شکایت کوي چې د مسوولانو په وینا، شاوخوا نهه ټنه بېکیفیته او زاړه درمل یې را ټول او له منځه وړي دي.