د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمر نن د یوه پروګرام په ترڅ کې د ټول هېواد په کچه د خصوصي روغتیايي مرکزونو د ارزونې د کمپاین پرانیسته وکړه.

عمر زیاتوي چې د روغتیايي خدمتونو  د وړاندې کولو څرنګوالي د ارزونې او نظارت په موخه د دغه وزارت د بېلابېلو معینیتونو څخه یوه کمېټه جوړه شوې او ټاکل شوې چې سر له نن څخه بېلابېل ټیمونه د هېواد په کچه خصوصي روغتیايي مرکزونه ارزیابي کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، «د عامی روعتیا وزارت د کارونو د لاپرمختگ لپاره او همدا رنگه د کیفیت د کار کولو لپاره د نظارت یو ملی کمیته جوره کری چی په دغه کمیته کی د وزارت د مختلفو معینتونو متخلفو ریاستونو شتون لری نن د دی کمیتی عملی کمپاین پیل کیژی او مونز ساحی ته زو.»

د عامې روغتیا وزارت د صحي خدمتونو د وړاندې کولو معین د یاد کمپاین د پرانیستې موخه د روغتیايي خدمتونو د مرکزونو معیاري کول په ګوته کوي او وايي چې په دغه ګام سره به د غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیسي.

په ورته مهال نوموړي وویل، د دغه کمپاین له پیل څخه یې بله موخه دا ده چې د درملو د بیو تر څنګ د خصوصي روغتیايي مرکزونو د تشخیصیه ټسټونو بیې هم کنټرول کړو او اجازه نه ورکوو چې هرڅوک په خپل سر درملو ته بیې او قیمتونه وټاکي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مسوولان له هېواده بهر د افغانستان د شتمنیو کنګلېدل د روغتیا سکتور برخه کې ستره ننګونه بولي او وايي، په هېواد کې د لویو پلانونو او پروګرامونو د پلي کولو لپاره د نړیوالو سازمانونو او ملي سوداګرو مرستې ته اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام