درملتونونو او د درملو واردونکو شرکتونو ته د روغتیا وزارت خبرداری

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمر نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال خبرداری ورکړی، د درملو واردونکي شرکتونه او هغه درملتونونه به وتړل شي چې فعالیتونه یې له طبي معیارونو سره په ټکر کې وي. د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې بې‌کیفیته درمل د دغه وزارت د بدنامۍ لامل کېږي.

حقاني: نجونې او هلکان دې په بېلو ټولګیو کې زده‌کړې وکړي

عبدالباقي حقاني چې پرون د طالبانو له لوري لوړو زده‌کړو وزارت ته د سرپرست په توګه وټاکل شو، نن یې کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې نجونې او هلکان دې په بېلو ټولګیو کې زده‌کړې وکړي. حقاني وايي چې زده‌کړیالانو لپاره د ارامه تحصیلي چاپیریال رامنځ ته کول یې د کارونو په لومړیتوبونو کې دي.