د عامې ورغتیا وزارت مرستیال عبدالباري عمر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د هېواد روغتیايي سکټور له ګڼو ستونزو سره مخ دی او تېر حکومت په تېرو شلو کلونو کې هېڅ بنسټیز نه دی کړی.

هغه ټینګار کوي چې روغتیايي سکټور په تېرو کلونو کې پر بهرنیو مرستو ولاړ و او پر روغتیايي خدمتونو هېڅ ډول کنټرول او څارنه نه کېده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عمر زیاتوي، د ټولو شته ستونزو حل په لږ وخت کې ستونزمن دی، خو اسلامي امارت به په روغتیايي سکټور کې د ستونزو مخنیوي او حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په وینا یې، اسلامي امارت به يې د پلي کېدو په برخه کې پوره همکاري ورسره وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې د افغانستان د روغتیايي سېسټم د له منځه تللو خبرداری ورکړی و او ویلي يې و، که په یاده برخه کې بیړنی اقدام ونه شي، هېواد کې به انساني ناورین جوړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام