په داسې حال کې چې د عامی روغتیا وزارت چارواکي وایې چې د درملو، لابراتوارونو او ډاکټرانو د فیسونو لپاره یې نرخنامې ټاکلي، خو د درمليزو خدمتونو د ټولنې رییس اسدالله کاکړ وایې، چارواکي دې د درملو د نرخونو کنټرول پرځای، د درملو د نه شتون ستونزې ته حاللاره ولټوي.
د کاکړ په وینا، هغه مهم درمل چې د ناروغانو د عملیات پر مهال اړین دي، مخ په خلاصېدو دي. نوموړی وايي، داسې درمل هم شته چې ښايي تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بسنه وکړي.
هغه زیاتوي، دا ستونزې یې د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره شریکې کړي او په وینا یې، دوی بهرنیو هېوادونو ته د درملو پېرلو په موخه پیسې نه شي لېږلی او ژرترژره باید دا ستونزه حل شي، که نه، د درملو له کمښت سره مخ شوو.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو د دغو ستونزو په اړه د سلاموطندار پوښتنې ځواب نه کړې، خو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو او څېړنې رییس سیدرسول منګل وایي چې د ډاکټرانو د فیس اخیستو لپاره نرخنامه جوړه شوې ده.
د هغه په خبره، په یاده نرخنامه کې د پروفیسور فیس ۳۰۰، د متخصص ډاکټر فیس ۲۰۰ او د معالج ډاکټر فیس هم ۱۵۰ افغانۍ ټاکل شوی دی. د منګل په وینا، نورو وړاندې کېدونکو روغتیایي خدمتونو او لابراتوارونو ته هم نرخنامې ټاکل شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت نرخنامې لا هم د روغتیايي خدمتونو ټولو وړاندې کوونکو ته نه دي رسېدلي. په کابل کې د جهان طبي لابراتوار رییس بشرمل وایي، که څه هم نرخنامه یې نه ده ترلاسه کړې، خو د وړاندې کېدونکو خدمتونو په مقابل کې د بیو کموالی ښايي دوی له ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه په وینا یې، لوړه مالیه او کرایه ورکوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلهخوا یوشمېر درمل پلورونکي وایي چې له بېلابېلو کمپنیو څخه درمل پېري او د کمپنیو د درملو بیې د هغو کیفیت ته په کتو توپیر لري. د دوی په خبره، د روغتیا وزارت ښايي د جوړې کړې نرخنامې په عملي کېدو کې له ستونزو سره مخ شي.
د عامې روغتیا وزارت د ټولو روغتیایي خدمتونو لپاره نرخنامه داسې مهال ټاکي چې تر دې وړاندې هم د ځینو روغتیایی خدمتونو لپاره نرخنامې وې، خو مسوولان یې په پلي کېدو کې له ستونزو سره مخ شوي وو.