لوږه او ناچاري؛ بغلان کې یوې کورنۍ خپل بچیان پلورلي

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د یوې کورنۍ خپلوان وايي چې یوې کورنۍ د لوږې او ناچارۍ له کبله خپل درې ماشومان پلورلي دي.
د دې کورنۍ یوه خپل اسدالله (مستعار نوم) سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه کس د بې‌وزلۍ له کبله دوه ماشومان په ۵۰ زره افغانیو پلورلي او یوه کوچنۍ لور یې هم د پیسو په بدل کې یوه پاخه سړي ته په نکاح ورکړې ده.

اسلامي امارت ته د درملو کمېدو خبرداری

په داسې حال کې چې د عامی روغتیا وزارت چارواکي وایې چې د درملو، لابراتوارونو او ډاکټرانو د فیسونو لپاره یې نرخنامې ټاکلي، خو د درمليزو خدمتونو د ټولنې رییس اسدالله کاکړ وایې، چارواکي دې د درملو د نرخونو د کنټرول پر ځای، د درملو د نه شتون ستونزه حل کړي. نوموړی وايي، هغه مهم درمل چې د ناروغانو د عملیات پر مهال اړین دي، په خلاصېدو دي.

بادغیس کې بندیان ورځني لګښتونه خپله پرې کوي

محمود د بادغیس له بندخونې د هغه خوشې شوي بندي مستعار نوم دی چې تازه له دې بندخونې څخه خوشې شوی دی. طالبانو هغه د بادغیس پر مرکز قلعه‌نو ښار تر ولکې وروسته د غلا په تور نیولی او بیا یې بندخونې ته اچولی و.
محمود وايي، څومره موده چې په یاده بندخونه کې و، د خوړو نه موجودیت له کبله یې کورنۍ اړه وه چې هره ورځ ورته د ۱۲۰ تر ۱۵۰ افغانیو خواړه برابر کړي.

«اسلامي امارت باید خبریالانو ته کره اطلاعات ورکړي»

د ژورنالېسټانو شورا رییس حفیظ‌الله بارکزی وايي، افغان خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزې سره مخامخ دي.
هغه چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، هېواد کې د اطلاع‌ رسونې وضعیت د ښه‌والي لپاره باید د همغږۍ کمېسیونونه جوړ شي، څو خبریالانو ته کره معلومات ورکړل شي. د نوموړي په وینا، تر اوسه اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزه پر خپل ځای ده او د نظام په بدلون سره په‌کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.