د ژورنالېسټانو شورا رییس حفیظ‌الله بارکزی وايي، افغان خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزې سره مخامخ دي. هغه چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، هېواد کې د اطلاع‌ رسونې وضعیت د ښه‌والي لپاره باید د همغږۍ کمېسیونونه جوړ شي، څو خبریالانو ته کره معلومات ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزه پر خپل ځای ده او د نظام په بدلون سره په‌کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یوشمېر خبریالان هم وايي چې طالب چارواکي پر هېواد له واکمنېدو وروسته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي. خبریالان وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د اطلاع‌ رسونې پر بهیر تازه محدودیتونه لګول کېږي چې دغه کار د خبریالانو د فعالیت پر وړاندې پر یوه خنډ بدل شوی دی.

په بلخ کې یوه خبریاله نسیمه وايي، له دوو میاشتو راهیسې نه یوازې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی، بلکې خبریالان له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي. هغه وايي، د بلخ ټول خبریالان ډېر کله معلوماتو ته د نه لاسرسي له کبله بې‌سرچینې پاتې کېږي.

 یو بل خبریال ذکرالله بیا وايي، د اسلامي امارت د مرکزي او ولایتي چارواکو خبرې سره توپیر لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزې زیاتېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، خبریالان نه شي کولای چې د راپور جوړولو پر مهال له یوې ځانګړې مرجع پرته له نورو ادارو معلومات وغواړي چې په خبره یې، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ هم همدا دی.

اطلاعاتو ته نه لاسرسی کومه نوې خبره نه ده، بلکې خبریالان او خلک تر دې وړاندې او ان د تېر حکومت پر مهال هم له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام