اسیا کې له خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوې خبرپاڼه کې د سلام‌وطندار راډیو پر خبریال او اډېټور محمد‌علي احمدي وسله‌وال برید افغانستان کې د اطلاع رسونې پر وړاندې ستر ګواښ بللی دی.

اسیا کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې همغږی کوونکی سټیوان بټلر له طالبانو غوښتنه کړې چې پر محمدعلي احمدي د برید څرنګوالي په اړه دې هر څه ژر خپلې څېړنې پیل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بټلر وایي چې پر محمدعلي احمدي برید کوونکی دې له پېژندلو وروسته مجازات شی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې همغږی کوونکی وایي، اسلامي امارت باید په افغانستان کې د خبریالانو د کار دوام په اړه خپلو کړو ژمنو باندې عمل وکړي او ډاد ورکړي چې خبریالان په ډاډه زړه کولای شي، خپلې دندې مخته یوسي.

له دې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې پر محمدعلي احمدي برید غندلی و او ویلي وو چې دغه برید په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښ او تاوتریخوالي د ډېروالي ښکارندوي کوي.



د بیان‌ ازادي کور هم په یوې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د یاد پېښې د عاملانو په نیولو سره د خبریالانو امنیت خوندي کړي.

په همدې حال کې  د سلام وطندار راډیو خبریال او اډېټور چې شنبې ورځ کور ته پر لاره و چې په موټر کې ورسره یوه کس د دندې په اړه خبرې کوي او کله چې دی ځان ورته د سلام‌‌وطندار راډیو خبریال ورپېژني، نو هغه کس ورته وایي چې سلام وطندار د امریکایانو راډیو ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د سلام‌وطندار راډیو خبریال شکېب سیاووش هم د اعتراضونو پوښښ پرمهال د طالبانو له لوري وهل ډبول شوی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام