د افغانستان د ورځپاڼو ټولنې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري د خبریالانو نیولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د نیول شویو خبریالانو د بېرته خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د دغې ټولنې د اعلان پر بنسټ، د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر د څانګې مدیر او یو‌شمېر خبریالانو چې غوښتل یې په کابل کې د ښځو له لاریون راپور جوړ کړي، د طالبانو له لوري نیول شوي او د کابل درېیمې امنیتي حوزې ته لېږدول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ورځ‌پاڼو ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د ورځ‌پاڼو ټولنه، د طالبانو له لوري د خبریالانو نیولو په اړه خپله ژوره اندېښنه ښيي او د طالبانو له امنیتي مسوولانو غواړي چې هر څه ژر دې نیول شوي خبریالان له بنده ازاد او د خبریالانو لپاره دې د کار زمینه برابره کړي او د خبریالانو پر وړاندې دې له تاوتریخوالي لاس واخلي.»

په همدې حال کې د اطلاعات روز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دې ورځپاڼې نیوز ډایرکټر یا د خبر د څانګې مدیر  او څلور خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پرون ورځ کابل کې هم یو‌شمېر کورني او بهرني خبریالان چې د لاریونونو د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو، د طالبانو له لوري نیول شوي وو چې له پوښتنو او ګروېګنو وروسته بېرته خوشې شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام