
غزه کې پر روغتون د اسراییلو برید؛ ترکیې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی
ترکیې د غزې پر یوه روغتون د اسراییلو د هوايي برید له امله چې سلګونه کسان پهکې ووژل شول، درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.
د غزې پر الاحلي روغتون شوي هوايي برید کې څه باندې ۵۰۰ کسان وژل شوي وو، خو ځینو رسنیو بیا د وژل شویو کسانو شمېر له دې پورته بللی دی.














