په سري ‌لانکا کې د واکمن نظام پر ضد د لاریونونو په لړ کې، نن د دغه هېواد لومړي وزیر مهېندا راجاپاکسا له خپلې دندې استعفا وکړه.

په سري‌ لانکا کې چارواکي وايي چې لومړي وزیر راجاپاکسا نن خپله استعفا ولسمشر ته استولې ده. په همدې حال کې حکومت پلوه لاریون کوونکو د حکومت ضد پر اعتراض کوونکو برید کړی او شاوخوا ۲۰کسان یې ټپیان کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اعتراض کوونکي د لومړي وزیر او د هغه د ورور ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا سربېره، د پارلمان د منحلېدو غوښتنه کوي.

په سري لانکا کې له څو میاشتو راپدېخوا خلک د تېلو، غوړیو، ګازو، خوراکي موادو او درملو د ترلاسه کولو لپاره په اوږدو لیکو کې ولاړ وي. د تېلو د کموالي له کبله په سري لانکا کې د ورځې څو ساعته برېښنا هم نه وي.

سري لانکا د دیوالي کېدو په درشل کې ده او پورونه یې ۲۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلي چې نږدې اووه میلیارده پور باید خپلو پوروړو ته سږکال ورکړي.

د راجاپاکسا منتقدین د هغه ورونه تورنوي چې د داسې پروژو لپاره یې ډېر پورونه ترلاسه کړي چې ګټه نه‌لري. دوی یې د بېلګې په توګه یو بندري تاسیسات یادوي چې د چین په پور جوړ شوی، خو د دوی په ادعا کومه ګټه وټه نه‌لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د خوراکي توکو او تېلو د اخیستلو لپاره د سري لانکا حکومت چین او هند ته مراجعه کړې ده چې بېړني پورونه ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام