وروسته له هغې چې د پاکستان پارلمان د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان ته د نه باور رایه ورکړه او هغه یې له واک څخه لرې کړ، اوس د هغه د ځای ناستي ټاکلو لپاره هڅې روانې دي.

د دغه هېواد پارلمان ویلي، هغه کسان چې غواړي د لومړي وزیر څوکۍ ته په ټاکنو کې برخه واخلي، یوازې څو ساعته وخت لري چې پارلمان ته خپل اړین اسناد او غوښتنلیکونه وسپاري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې د پاکستان پارلمان سبا دوشنبه د دغه هېود د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره د رایې اچونې بهیر پیل کړي.

عمران خان وروسته له هغه له واکه لرې شو چې د پاکستان د پارلمان رییس د دغه هېواد سترې محکمې ته عریضه وکړه او محکمې هم د پارلمان د منحلولو پخوانۍ پرېکړه غیرقانوني وبلله او پارلمان په خپله لومړۍ ناسته کې لومړي وزیر ته د نه باور رایه ورکړه.

په داسې حال کې چې مخالفو ډلو د لومړي وزیر پر ضد د نه باور رایې د کارونې غوښتونکي وو، خو عمران‌خان د پارلمان له منحلولو سره د نویو ټاکنو غوښتنه وکړه.

د عمران خان مخالفان هغه د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې پر ناکامۍ او د ټاکنیزو ژمنو په نه عملي کولو تورنوي، خو د حکومت له کارکردګۍ او په خپله د لومړي وزیر په اړه د پوځ ناخوښي، د هغه د ګوښه کېدو اصلي لامل بلل کېږي.

نوموړی د پاکستان په تاریخ کې لومړنی، لومړی وزیر دی چې په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې له واکه لرې کېږي. د پاکستان په تاریخ کې څو ځله د پوځ له‌خوا حکومت نسکور شوی او پوځ یې واک اخیستی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عمران خان چې په پاکستان کې د کرېکټ د اتل په توګه ډېر شهرت درلود، وروسته سیاست ته داخل شو او په ۲۰۱۸ کې په داسې حال کې چې د پوځ ملاتړ ورسره و، لومړی وزیر شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام