پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د یاد هېواد له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د سیمه‌ییزې اجماع جوړېدو پورې تړلې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي چې په ملګرو‌ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم دغه موضوع په افغانستان کې د ملګرو‌ملتونو د ماموریت غځولو سره هم‌مهاله مطرحه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اکرم په ملګرو ملتونو کې ویلي، که چېرته د سیمې هېوادونو ترمنځ یوه اجماع جوړه شي، نو اسلامي امارت به په رسمیت وپېژني.

په ورته مهال په ملګروملتونو کې د پاکستان دایمي استازي د اسلامي امارت کړنو په اړه څه نه دي ویلي او یوازې یې د سیمه‌ییزې اجماع د جوړېدو په اړه څرګندونې کړې دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، په چین کې د جوړېدونکې ناستې د بحث یوه موضوع به هم د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په اړه وي.

ټاکل شوې دغه ناسته به د روان میلادي کال په راتلونکې میاشت کې د چین په کوربتوب جوړه شي چې له کوربه هېواد پرته به په کې د ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان هېوادونو پلاوي هم ګډون وکړي.

ویل شوي چې په دې ناسته کې به د اسلامي امارت یو پلاوی د ګډون په موخه چین ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د یوه بل کال لپاره هم په افغانستان کې خپل ماموریت وغځاوه. په ملګروملتونو کې د پاکستان استازي په افغانستان کې د یاد سازمان د ماموریت غځولو له پرېکړه‌لیک نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې په افغانستان کې د شته نظام او حکومت څخه په دې پرېکړه‌لیک کې یادونه نه ده شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د یاد سازمان ماموریت باید د دغه هېواد د رسمي چارواکو سره په همغږۍ مخته یوړل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام