چین ته د امریکا خبرداری؛ که بیجینګ د مسکو ملاتړ وکړي، له بندیزونو سره به مخ شي

د امريکا ولسمشر جوبايډن د جمعې په ورځ د چين ولسمشر شي جين‌پينګ ته خبرداری ورکړ چې که بيجينګ په مادي توګه پر اوکراين د روسيې د يرغل ملاتړ وکړي، له بندیزونو سره به یې مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې دواړو لورو د ډیپلوماسۍ له لارې د دغه ناورین پر حل ټینګار کړی دی.

پاکستان: که د سیمې هېوادونو ترمنځ اجماع جوړه شي، ا.ا په رسمیت پېژنو

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د یاد هېواد له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د سیمه‌ییزې اجماع جوړېدو پورې تړلې ده. اکرم په ملګرو ملتونو کې ویلي، که چېرته د سیمې هېوادونو ترمنځ یوه اجماع رامنځته شي، نو اسلامي امارت به په رسمیت وپېژني.

هېواد کې پر بانکونو محدودیت د مرستو رسولو بهیر ته زیان رسولی

د بشر حقونو څار بنسټ په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت او د خوار‌ځواکۍ پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دغه هېواد کې بانکي محدودیتونو د مرستو رسولو بهیر زیانمن کړی دی. د یاد بنسټ په وینا، د افغانستان ډېری بانکونه په سختۍ سره کار کوي او پر افغانستان بانک د محدودیتونو له کبله د ډېرو پیسو اخیستل ناشوني کړي دي.

لغمان؛ د ځمکې پر سر د نښتې له امله درې کسان وژل شوي

لغمان کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله له یوه لوري درې کسان وژل شوي دي. دغه پېښه پرون مازدیګر ناوخته د ياد ولايت مرکز مهترلام دول‌اباد سيمه کې رامنځته شوې ده. د لغمان د والي وياند صلاح الدین ذاهد سلام‌وطندار ته وويل، په دې خپلمنځي نښته کې له يوه لوري درې کسان وژل شوي او له بل هغه یو کس ټپي دى.