د اسلامي امارت له‌خوا د خبریالانو او د رسنیو کارکونکو نیونه، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو سختې نیوکې راولاړې کړې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د اسلامي امارت دغه اقدام ناقانونه عمل بولي او وايي، د خبریالانو نیونه د رسنیو پر عمومي وضعیت او د رسنیو پر فعالیتونو منفي اغېزې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی جمیل وقار سلام‌وطندار ته وویل، اسلامي امارت د غږ ازادۍ بنسټیزه‌کېدو او د رسنیو فعالیتونو لپاره هېڅ ډول ژمنه نه ده څرګنده کړې.

وقار وړاندیز کړی چې هېواد کې د رسنیو وضعیت ښه‌والي لپاره اسلامي امارت باید د رسنیزو سرغړونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیونونو فعالیت بېرته له سره پیل کړي.

بل لور ته د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون هم د دغو کمېسیونونو د بیافعالیت غوښتنه کړې ده. د دې فدراسیون غړي علي اضغر اکبرزاده سلام‌وطندار ته وویل، له روان وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د یادو کمېسیونونو بېرته فعالول دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پخوانۍ کمېشنرې زهرا موسوي هم د اسلامي امارت له لوري د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د نیونې په غبرګون کې پر خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې دا کړنه د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف ده.

څه موده وړاندې د ټولیزو رسنیو قانون د اسلامي امارت له لوري د اجرا وړ اعلان شو او ژمنه وشوه چې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون او د رسنیو او حکومت ګډ کمېسیون به هم رامنځته شي، خو تر اوسه د دې کمېسیونونو د جوړېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ورته مهال یو‌شمېر خبریالانو هم د رسنیو د کارکوونکو له نیول‌کېدو اندېښنه څرګنده کړې او دا کړنه یې د بیان ازادۍ او د رسنیو د فعالیت پر وړاندې ګام بللی دی.

د دوی په خبره، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیونه، د دې لامل کېږي چې دوی خپل ځانونه سانسور کړي.

د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د بیا پلي کېدو په اړه مو د اسلامي امارت د نظر اخیستو هڅه وکړه خو، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دې پوښتنې خلاف ځواب راکړ.

نوموړي وویل: «له رسنیو سره د اسلامي مارت اړیکې نیول شوي، له ۳۰ ځلې زیات د اسلامي امارت ویاندویانو د رسنیو له مسوولانو سره ناستې کړي او پر بېلابېلو موضوعاتو چې په راتلونکې کې رسنیزې سرغړونې او ننګونې بلل کېږي، ورسره غږېدلي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نیونه، د نړیوالو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده. د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د خبریالانو نیول کېدل ودروي. د ملګرو متلونو سازمان استازولۍ یا یوناما هم د خبریالانو نیول یو خپل سری اقدام بللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام