د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وايي چې دوی د مخکیني حکومت د رسنیو قانون مطالعه کړی او د اسلامي امارت له پلوه هېڅ نیمګړتیا نه لري. نوموړي دغه څرګندونې نن د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري په جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

باختر خبري اژانس نن پر خپل ټویټرپاڼه د ذبیح‌الله مجاهد له خولې لیکلي: «مونږ د رسنیو مخکینی قانون لوستی او کومه ستونزه یې نه لرله.» مجاهد ویلي چې اسلامي امارت له رسنیو غواړي چې په خپلو نشراتو کې ملي ګټو، اسلامي ارزښتونو او ملي یووالي ته پام وکړي. نوموړي همداراز ویلي، ډاډ دی چې رسنۍ به هم دې برخه کې قناعت کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت په دې هڅه کې دی، څو د رسنیو سرغړونې کمېسیون بیا جوړ کړي او د تېروتنو مخه به نیول کېږي. د نوموړي په وینا، د رسنیو په برخه کې ټولې ستونزې به د دې کمېسیون له لارې حل کېږي.

هغه وویل چې «اسلامي امارت» د هر سالم انتقاد ملاتړ کوي او په خبره یې رسنۍ باید د «شایعاتو» خپرولو څخه ډډه وکړي. نوموړي زیاته کړې چې رسنۍ د خلکو غږ چارواکو ته رسوي او په خبره یې «اسلامي امارت» د رسنیو ملاتړ کوي.

مجاهد همداراز ویلي: «اطلاعاتو ته د لاسرسي پر کمېسیون او قانون کار روان دی او له څېړنو وروسته به یې پایلې اعلان او کار به پیل کړي.» نوموړي زیاته کړې چې ښځې د اسلامي او ملي اصولو په رعایتولو سره کولای چې په خپلواک توګه رسنیو کې کار وکړي.

مجاهد زیاته کړه چې د دغه کمېسیون په رامنځته کېدو سره هیڅ بنسټ او وزارتونه د خبریالانو په کارونو کې مداخله نه‌شي کولای. هغه همدارنګه وویل چې اطلاعاتو د لاسرسي کمېسیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د قانون په اړه هم کار روان دی او په خبره یې پایلې به یې ډېر ژر له رسنیو سره شریکې شي.

بل‌خوا د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېې په یوې خبرپاڼه کې د اسلامي امارت د ویاند له قوله لیکلي، که چېرته له کوم خبریال سره تاوتریخوالی کېږي او رسنۍ ته کومه ستونزه پېښېږي، کولای شي له دغې کمېتې سره یې شریکه کړي او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه به یې له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ کې ورته رسېدنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته، په لسګونه ملي او محلي رسنۍ له فعالیته لوېدلي او خبریالان له پراخو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام