د ترکیې د ولسمشر دفتر ویلي، روسیې او دغه هېواد په افغانستان کې د نوي رامنځ ته کېدونکي حکومت سره د اړیکو ټينګښت په اړه پر ګډې همغږۍ هوکړه کړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه هوکړه نن د ټيلیفوني اړیکې له لارې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادي میرپوتین ترمنځ شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

د دغې ویناپاڼې پربنسټ، اردوغان هیله‌مندي ښودلې چې افغانستان کې به د واک چارې په سوله‌ییزه توګه ولېږدول شي او طالبان دې خپلې تېرې غلطۍ نه تکراروي او ټولې ډلې او قومونه دې په غېږ کې ونیسي.

په همدې حال کې ترکیې او  روسیې دواړو ویلي، د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو ته بېړه نه لري.

د ویناپاڼې له مخې، اردوغان ویلي چې له طالبانو سره باید د خبرو  دروازې خلاصې پاتې شي او د سختو شرایطو د نیولو پر ځای دې، ښه به وي چې دوه اړخیزې اړیکې وپالل شي.

هغه د طالبانو له اوسني نرم دریځ څخه هرکلی کړی، خو ټينګار یې کړی چې د دغې ډلې خبرې راتلونکي بهیرونه نه شي جوړولی، بلکې دغه بهیرونه په عمل او کړنې بریالي کېدای شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال اردوغان وایي، که چېرته دغه هېواد کې زمینه برابره شي، احتمال شته چې ترکیه د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت ټينګښت چارې پر غاړه واخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام