د امريکا ولسمشر جوبايډن د جمعې په ورځ د چين ولسمشر شي جين‌پينګ ته خبرداری ورکړ چې که بيجينګ په مادي توګه پر اوکراين د روسيې د يرغل ملاتړ وکړي، د دغه هېواد له بندیزونو سره به  مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې دواړو لورو د ډیپلوماسۍ له لارې د دغه ناورین پر حل ټینګار کړی دی.

سپینۍ ماڼۍ د « بندیزونو» په اړه جزییات نه دي ورکړي او مادي ملاتړ ته یې هم تعریف نه دی ورکړی. خو د سپینې ماڼۍ  ویاندې جن ساکي وویل چې د چین پراخ سوداګري به اغیزمن شي.

کله چې له جن ساکي څخه په یوه خبري غونډه کې وپوښتل شول چې ایا چین د نړۍ ترټولو لوی صادرونکی هېواد به د بندیزونو یا تعرفو سره به مخ شي؟ هغه ځواب ورکړ: « یقینا بندیزونه د وسیلې کڅوړي کې ابزارونو څخه ده»

د جو بايډن او شي جين‌پينګ تر منځ له دوه ساعته ويډيويي کنفرانس وروسته مېرمن ساکي څرګنده کړه چې امريکا به له خپلو اروپايي ملګرو او شريکانو سره پر بېجينګ د بندیزونو د هرې مستقيمې پايلې په اړه خبرې وکړي.

په دغه ویډیویي مرکه کې چې د نړۍ د دوو قدرتونو تر منځ په خورا بدو شرایطو کې ترسره شوه، بایډن د اوکراین د یرغل په ځواب کې او پر روسیې بندیزونو په ګډون د امریکا او متحدینو د هڅو په اړه یې په تفصیل سره خبرې وکړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: « بایډن د کړکېچ حل لپاره پر سیاسي حل لارې ټینګار کړی، او که چین د اوکراین پر ښارونو او ملکي وګړو د وحشیانه بریدونو لپاره روسیې سره مادي ملاتړ وکړي، دا ملاتړ به عواقب ولري.»

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي چې له خبریالانو سره یې د ټیلیفون له لارې خبرې کولې وویل، بایډن ویلي چې دا بندیزونه نه یوازې د امریکا له خوا وي، بلکې د نړۍ لخوا به په بیجینګ باندې ولګول شي.

هغه وويل: « په حقيقت کې ولسمشر له چين څخه کومه ځانګړې غوښتنه نه ده کړې. زه فکر کوم، زموږ نظر دا دی چې چین به خپله پرېکړه وکړي.»

خبرو اترو ته د چین ټینګار

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند شي جین‌پینګ جو بایډن ته ویلي چې د اوکراین جګړه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي او د ناټو له غړو هېوادونو څخه یې غوښتي چې له مسکو سره خبرې وکړي، خو هغه په ​​دې برید کې روسیه نه ده ملامته کړې.

شي وويل: « اوس مهال اصلي لومړيتوبونه د خبرو اترو دوام، د ملکي تلفاتو مخنيوی، د بشري بحران مخنيوی او د روسيې او اوکراين ترمنځ د امنيتي مسئلې حل کول دي.»

شي د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ او وړانديز يې وکړ چې ناټو او واشنګټن د اوکراين د کړکېچ او د روسيې او اوکراين د امنيتي اندېښنو د حل لپاره له مسکو سره خبرې وکړي. چینايي رسنیو د ولسمشر له قوله لیکلي: « د اوکراین کړکېچ هغه څه دي چې موږ یې نه غواړو ووینو.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ وویل، د بایډن اداره اندیښنه لري چې ښایي چین د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د پوځي تجهیزاتو په لېږلو سره مستقیم ملاتړ تر څارنې لاندې ولري، خو چین دغه موضوع رد کړی.

پر اوکراین د روسیې یرغل اوس څلورمې اوونۍ ته ورسېد چې په ترڅ کې یې سلګونه ولسي وګړي وژل شوي، ښاري سیمې یوې ویجاړی ته بدلې شوي او میلیونونه خلک تښتېدلي چې له امله یې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی.

د امریکا او چين ترمنځ تاوتریخوالى

اوکراین د امریکا او چین سړه اړیکو ته یو نوی اړخ اضافه کړی دی. بایډن لیواله دی چې له چین سره د نوي سړې جګړې مخه ونیسي. هغه هڅه کړې چې اړیکې د سیالۍ په توګه تعریف کړي، مګر د روسیې سره د چین غیر محدود ستراتیژیکې اړیکې چې تېره میاشت اعلان شوې، تر پوښتنې لاندې راولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چین د تایوان ختیځ ښار د خپلې خاورې یوه برخه بولي. همدې امله یې دې جزیرې ته نږدې خپل پوځي فعالیتونه زیات کړي چې دا موضوع د واشنګتن او تاپیې د اندېښنو ترمنځ یو خطر رامنځته کړی چې چین هم روسیې ته په کتو  له خپل پوځي ځواک څخه د تایوان په وړاندې استفاده وکړي.

چین په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو له غندلو ډډه کړې او دا یې برید نه دی بللی. په داسې حال کې چې ویلي د اوکراین حاکمیت په رسمیت پیژني، په وار وار یې ویلي چې روسیه قانوني امنیتي اندیښنې لري چې باید حل شي او دا شخړه باید له سیاسي لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بایډن ادارې ګواښ کړی، که چین د اوکراین په شخړه کې له روسیې سره مرسته وکړي نو امریکا به متقابل اقدام وکړي. متحده ایالاتو او متحدینو یې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې دوی به څه وکړي.

دا پراخ بندیزونو سره د بیجینګ په نښه کول، لکه پر روسیې چې لګول شوي، د متحده ایالاتو او نړۍ لپاره به بلقوه  پایلې ولري؛ ځکه چې چین د نړۍ دوهم لوی اقتصاد او د نړۍ ترټولو لوی صادرونکی هېواد دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام