لغمان ولایت کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله له یوه لوري درې کسان وژل شوي دي. دغه پېښه پرون مازدیګر ناوخته د ياد ولايت مرکز مهترلام دول‌اباد سيمه کې رامنځته شوې ده.

د لغمان د والي وياند صلاح الدین زاهد سلام‌وطندار ته وويل، په دې خپلمنځي نښته کې له يوه لوري درې کسان وژل شوي او له بل هغه څخه يو کس ژوبل شوى دى.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زاهد زياتوي، د اړونده سيمې امنیتي ځواکونو په دې تړاو درې کسان نيولي دي چې اوس تر پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.

هغه زياته کړه چې امنیتي ځواکونو يو‌شمېر وسلې هم له يادو کسانو ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په لغمان کې د ځمکې پر سر د شخړو له کبله ورته پېښې رامنځ ته شوي چې مرګ ژوبله يې هم لرلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام