Asset 1SWN

لغمان کې د يوې کورنۍ پینځه غړي د ګاز نيونې په پېښه کې مړه شوي

Laghman_Gas-pj73r9881nip4jy5ynl3zakbfykir29zwbpml2dbis

د لغمان سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې دا پېښه پرون شپه ناوخته د دغه ولايت د قرغیو ولسوالي په پتور ګمبه کلي کې رامنځته شوې چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې د محمداسلم په نوم یو کس د خپل مېرمن او درېو ماشومانو سره یوځای مړه شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کورنۍ کې پنځه غړي وو، چې یو یې هم ژوندی نه دی پاتې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ژمي په موسم کې هر کال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې رامنځته کېږي چې لامل يې د کورنیو بې غوري بلل کېږي. خو په ختيځ کې دا لومړى ځل دی چې د يوې کورنۍ ټول غړي د ګاز نیولو له امله مړه کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام