نن سهار د هرات ښار شمال لوري ته د کمرکلاغ سیمې د اوبلنو ګازو په شرکت کې د یوه ټانکر خالي کولو پر مهال اورلګېدنې شوې چې له کبله یې د ګازو دوو شرکتونو ته مالي زیان اوښتی دی.

هرات کې د ګازو واردوونکو اتحادیې رییس ظاهرشاه توخي وايي، په یاده اورلګېدنه کې د ګازو له ۱۵ تر ۲۰ خالي ټانکرونه، د دوو شرکتونو تاسیسات او د ګازو یوه زېرمه له منځه تللې ده.

د نوموړي په وینا، لومړنۍ ارزونې یې ښيي چې په پېښه کې شاوخوا یو میلیون ډالره زیان اوښتی دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي آمر محمدرفېع رحماني بیا د پېښې اصلي لامل د ګازو په شرکتونو کې د سټنډرډو تاسیساتو او ایمني سېسټم نه موجودیت په ګوته کوي او په وینا یې، ښار ته نږدې د ګازو شرکتونو موجودیت او د سټنډرډ کولو په برخه کې یې د حکومت بې‌غوري د اندېښنې وړ ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګرۍ برخې مرستیال حاجي سعید صدیقي چې په پېښه کې ورته زیان هم اوښتی وايي، د ګازو ۱۵ ټانکره چې وسوځېدل، د لویو لارو تړل کېدو له کبله په سیمه کې ولاړ وو.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د ګازو خالي کولو پر مهال بې‌غوري او د ایمني ټکو ته نه پام د شوې اورلګېدنې اصلي لامل بولي او زیاتوي چې اطفایې ډلې په رسېدو سره د ډېرو زیانونو اوښتو مخه نیول شوې ده. د هغه په خبره، په پېښه کې یو کس برسېرن ټپي شوی او د اوښتو زیانونو په اړه یې ارزونې هم روانې دي.

څو کاله وړاندې هم په دې سیمه کې د ګازو څو شرکتونو کې اورلګېدنه شوې وه چې له کبله یې ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دوه میاشتې وړاندې بیا د هرات په اسلام‌کلا ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله له ۱۵۰۰ ډېر باروړونکي موټر چې پر سوداګریزو توکو او تېلو بار وو، وسوځېدل.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام