Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې د ګازي بخارۍ بالون چاودنې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

Kandhar-Sardar-madad-khan-chawk-oxt7npm7j8jjq0eopggy9zhyrsxzkfnca3o8ny1or8

 

کندهار کې امنیتي مسوولان وايي، ياد ولايت کې دغه پېښه تېره شپه د کندهار ښار د پنځمې ناحيې په «نوراني مېنه» سیمه کې شوې ده.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول جمالناصر بارکزي سلام‌وطندار ته وویل، د ګازي بخارۍ د بالون چاودنې له کبله د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي چې ۴ ماشومان، یو نارینه او ۲ ښځې په‌کې شاملې دي.

دا په داسې حال کي ده چې د ژمي په رارسېدو سره د کندهار هوا يخه شوې ده او ډېری کورنۍ له ګازي بخاريو کار اخلي.

 

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام