د کندهار محلي مسوولان وايي چې پرون ناوخته د کندهار ښار د یوولسمې حوزې د  «عينو مينې» ښارګوټي په اړوند سیمه کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د افغان ترک خصوصي لېسې د مدیر مرستیال وژل شوی دی.

د کندهار د والي وياند محمود عزم د پېښې په اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې د وژل شوي کس جسد یې د «عينو مينې» په يوې داسې سیمه کې په یوه موټر کې موندلی چې د خلکو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه په‌کې کمه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عزم په خبره‌، په سيمه کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي. د کندهار د امنیې قومنداني امنیتي مسوولان هم په دغه ولایت کې د افغان ترک لېسې د مدیر د مرستیال وژنه تاییدوي.

د امنيې قومنداني وياند محمداصف حکيمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د نوموړي د قاتلانو د نیولو په موخه یې هڅې پیل کړي دي.

په ورته مهال کندهار کې يوې ځايي سرچينې بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې ياد کس ارشاداحمد فضلي نومېده او د افغان ترک خصوصي لېسې د مدير مرستیال و چې پرون مازدیګر وژل شوی دی.



د‌ سرچینې په وینا، د وژل شوي کس مړی، د دې ولايت د ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی. بل‌خوا د سيمې د اوسېدونکو د معلوماتو پربنسټ، د وژل شوي کس موبایل هم وسله‌والو کسانو له ځان سره وړی دی.

کندهار کې پر داسي مهال د يوې خصوصي لېسې د مدير مرستیال وژل کېږي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د وسله‌والو غلاوو ترڅنګ، جنايي پېښې ډېر شوي چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د دغه ولایت مسوولان بیا وايي چې کندهار ولایت کې د وسله‌والو غلاوو او نورو جنايي جرمونو د مخنیوي په پار یې خپلې هڅې پیل کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام