سوړ ژمی او د خلکو بې‌احتیاطي؛ دوو ورځو کې ګازنیونې شپږ کسان مړه کړي

د وروستیو ورځو پر مهال هېواد کې د ریکارډ په کچه هوا سړه شوې او د برښنا نشتون له کبله ډېری خلک د خپلو ځانونو د توېدو لپاره له ګازو او ډبرو سکرو څخه ګټه اخلي.

خو د تېرو کلونو په پرتله سږ کال روان ژمي کې د ګازي بخارۍ او د ډبرو سکرو له امله د خلکو د مړینې پېښې ډېرې شوې دي.

فاریاب کې ګاز نیونې یو کس مړ کړی

فاریاب کې یو کس په خپل موټر کې دننه د ګاز نیونې له کبله مړ شوی دی. دغه پېښه نن سهار (یکشنبه، د مرغومې ۲۵مه) د ګرزېوان ولسوالي «بهارک» کلي کې رامنځته شوې ده.

کندهار کې د ګازي بخارۍ بالون چاودنې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

کندهار کې امنیتي مسوولان وايي، ياد ولايت کې دغه پېښه تېره شپه د کندهار ښار د پنځمې ناحيې په «نوراني مېنه» سیمه کې شوې ده.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول جمالناصر بارکزي سلام‌وطندار ته وویل، د ګازي بخارۍ د بالون چاودنې له کبله د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي چې ۴ ماشومان، یو نارینه او ۲ ښځې په‌کې شاملې دي.