د وروستیو ورځو پر مهال هېواد کې د ریکارډ په کچه هوا سړه شوې او د برښنا نشتون له کبله ډېری خلک د خپلو ځانونو د توېدو لپاره له ګازو او ډبرو سکرو څخه ګټه اخلي.
خو د تېرو کلونو په پرتله سږ کال روان ژمي کې د ګازي بخارۍ او د ډبرو سکرو له امله د خلکو د مړینې پېښې ډېرې شوې دي.
په تېرو دوو ورځو کو د هېواد په ځینو ولایتونو کې یوشمېر کسان د ګاز نیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په تازهګۍ سره فاریاب کې د ګازنیونې دوو بېلابېلو پېښو کې دوو کسانو ژوند بایللی دی.
لومړۍ پېښه دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت بلچراغ ولسوالي کې شوې او دویمه یې نن سهار ګرزېوان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د دې ترڅنګ د جوزجان امنیتي مسوولانو هم د شنبې په ماښام د ګاز نیونې په دلیل دغه ولایت کې د یوه خصوصي بانک د دوو ساتونکو د مړینې خبر ورکړی دی.
په دې لړ کې دوه شپې وړاندې د خوست اسماعیلخېل او مندوزیو ولسوالي کې هم د ګازنیونې له امله یوه کس او مېرمن یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
خوست کې د دغه کس د کورنۍ غړي بیتالله وویل: «د شپې ناوخته یې کوټه کې ګاز خپور شوی و او سهار مو چې دروازه خلاصه کړه، دواړه مړه وو. دې ورځو کې خوست کې هوا سړه شوې او برښنا هم نشته، اړ یو چې له ګازي بخاریو استفاده وکړو.»
ګرمونکو وسایلو په ځانګړې توګه ګازي وسایلو څخه ناسمه ګټه اخیستنه، برښنا ته نهلاسرسی، د ګازو او ډبرو سکرو ټيټ کیفیت او د وژونکو ګازو خپرېدو څخه د مخنیوي مناسب سېسټم نهشتون د هېوادوالو د مړینې لاملونه کېږي.
د چاپریال ساتنې کارپوه سید عبدالباسط رحماني وویل: «خلک له دې امله چې نور امکاناتو ته لاسرسی نهلري، اړ دي چې غیرمعیاري توکي وکاروي، په ځانګړې توګه کله چې بخارۍ په کور کې نصبېږي، د «لیګیج په نوم یوځای چې کاربنداری اکسیایډ ترې خارجېږي او هغه نه کنټرولېږي.»
کابل کې روغتیاپال شهباز تاتار د ګازنیونې پرمهال ناروغ ته د رسېدو په تړاو وايي: «د ګازنیونې پر مهال باید هرڅه ژر ناروغ ساحه څخه واېستل شي او ورته اکسیجن ورسول شي. کله چې یو څوک ګاز نیسي، دماغ یې اختلالات پیدا کوي، په دې صورت کې ناروغ ته باید سترویت درمل ورسول شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې ده چې دې وروستیو څو ورځو کې د هوا په سړېدو سره چې تر منفي ۲۵ درجې رسېږي، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او یوشمېر ولایتونو کې له دې امله د څو کسانو د مړه کېدو او د سلګونه څارویو د لهمنځه تلو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.