Asset 1SWN

فاریاب کې ګاز نیونې یو کس مړ کړی

Maimana-2-phi40ap2qo769wqkupjcwkkouu71gqbfky1nihcivc

فاریاب کې یو کس په خپل موټر کې دننه د ګاز نیونې له کبله مړ شوی دی. دغه پېښه نن سهار (یکشنبه، د مرغومې ۲۵مه) د ګرزېوان ولسوالي «بهارک» کلي کې رامنځته شوې ده.

د فاریاب د امنیې قومندان حمیدالله بت‌شکن سلام‌وطندار ته وايي چې دغه کس نقیب‌الله نومېده او د ګاز نیونې له امله په خپل موټر کې مړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بت‌شکن په وینا، دغه کس سهار وختي د خپل موټر بخارۍ چالانه کړې وه او همالته مړ شوی دی.

دا په داسې مهال دی چې پرون شنبه هم د یاد ولایت په بل‌چراغ ولسوالي کې یو کس د ګاز نیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په ورته مهال پرون خوست کې هم دوه کسان د ګازي بخارۍ له امله مړه شوي وو. د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني سلام‌وطندار ته ويلي و، د دغه ولايت د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالي د ډډوالو کلي کې یو کس له خپلې مېرمنې سره يوځای د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شبیراحمد عثماني په وينا، یاد کس څخه په خپله کوټه کې ګازي بخارۍ خلاصه پاتې شوې وه چې له امله یې مېرمن او خاوند مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام