افغانستان هغه هېواد چې له نږدې څلورلسیزې راهیسې په کې جګړه روانه ده، دې جګړې نه یوازې د افغانانو هیلې ترې اخستې ترڅنګ یې، ګڼ‌شمېر دې ته اړ کړي چې د بېلابېلو لاملونو له امله له قانوني اسنادو پرته نورو هېوادونو ته د کډوالۍ کولو زړه ښه کوي.

ګڼ‌شمېر‌هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره، ځینې هم د یوې مړۍ ډوډۍ او یوشمېر نوربیا جګړې او ناامنیو څخه د ځان ژغورلو لپاره نامنظمه کډوالۍ  تر ټولو ښه لار ګڼي.

په وروستیو څو کلونو کې افغانستان کې د ناامنیو او بې‌وزلۍ لمن په پراخېدو سره، بهرنیو هېوادونو ته تر پخوا لازیات افغانان غیرقانوني کډوالي کوي، هغه لار چې ځینې کسان د مقصد پر ځای د ګور خوا ته لېږي.

 ۱۹ کلن حکمت‌الله د فاریاب ولایت اصلي اوسېدونکی هم یو له دغو کسانو دی چې په قاچاقي لارو سفر کوي او ایران ته تر رسېدو وړاندې د اور لمبو کې سوځ.

 له هغې پېښې څه باندې ۷ میاشتې تېرېږي خو د حکمت‌الله کورنۍ وايي، د ایران پوله‌ساتو ځواکونو هغه په ډېره بې‌رحمۍ د اور لمبو کې وسوځاوه.

حکمت‌الله د دې لپاره چې د خپل پلار پورونه خلاص کړي، ښوونځی په نیمه‌کې پرېږدي او د نامنظمې کډوالۍ پر لور روانېږي، خو دغه ګام یې د سر په بیه پرې کړ.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک پاڼه وڅارئ

د فاریاب ولایت یوې ولسوالۍ کې چې هره ورځ د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهده وي د حکمت‌الله کورنۍ وايي، جګړه او بې‌وزلي لامل شوې چې د دوی د زوی په څېر ګڼ‌شمېر ځوانان د زده‌کړو پر ځای د نامنظمې کډوالۍ لار غوره کړي.

د حکمت‌الله ورور غلام‌دستګیر وایي، نږدې یو کال وړاندې یې نامنظمې ګډوالۍ ورور ترې واخیست، خو په خبره یې ستره هیله یې په هېواد کې د سولې ټینګښت دی. څو د ده د ورور په څېر نور ځونان په قاچاقي لارو بهرنیو هېوادو ته زړه ښه نه کړي او د مرګ ښکار نشي.

هغه وایي، افغانان چې په کومو قاچاقي لارو روانېږي، ځینې تر ایران، ځینې نور هم تر ترکیې او یوشمېر بیا تر اروپايي هېوادونو رسوي، خو کوم کسان چې بخت ورسره مل نه وي، دغه سفر ورته د سر به بیه تمامېږي.

د رپوټونو له مخې هر کال تر څلور سوه زره افغانان په نا قانونه توګه ایران ته روانېږي چې د لارې په اوږدو کې غلاو، یرغمل کېدل، د پوله‌ساتو ځواکونو ناوړه چلن او بې‌شمېره نورو ننګونو سره مخ کېږي.

محمد عالم اشوري د وژل شوي حکمت‌الله خپلوانو څخه دی چې خپله یې هم غیرقانوني کډوالۍ کړې وایي، د بې‌وزلۍ او وزګارتیا له امله اړ شوی بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو سفر وکړي.

نوموړی وایي، د تېر کال د جوزا میاشتې په ۱۴مه د ایران په یزد ښار کې د سوځول شویو افغانانو په ډله کې یې د تره زوی حکمت ووژل شو او خوریی یې لطف‌الله چې چیغې یې وهلې «لږ اوبه راوړئ وسوځېدم» اوس هم ټپي دی.



اشوري وایي، له دې پېښې وروسته بېرته هېواد ته ستانه شول، خو له بده مرغه چې د دولت له لوري ورسره هېڅ راز مرسته نه ده شوې.

په همدې حال کې د فاریاب د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس غلام‌فاروق محمدي وايي، دغه ولایت ته د ورځې تر پنځه سوو کورنۍ بېرته ورستنېږي.

هغه زیاتوي، د کډوالو اړوندو بنسټونو له لوري بېرته راګرځېدونکي کسان دغې ادارې ته ورپېژندل کېږي او بیا ورسره مرستې کوي، خو په وینا یې، په فاریاب کې د حکمت کورنۍ تراوسه دغې ادارې سره اړیکه نه ده نیولې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوس څه باندې ۶ میلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي او د وزګارتیا او ناامنیو له امله هره ورځ ګڼ‌شمېر نور افغانان خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره د انساني قاچاقیانو پر خبرو باور کوي او د نامنظمې کډوالۍ پر لوړو او ژورو ډکو لارو بهرنیو هېوادونو ته روانېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام