که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیکېدو او بین‌الافغاني مذاکراتو له پیل څخه نږدې دوه کاله تېرېږي، خو دغو خبرو ته د هيله‌مندۍ په دوام پر کور دننه افغانانو سربېره یوشمېر هغو افغانانو ته هم د هیلو ور پرانېستی چې له افغانستانه بهر کډوال دي.

کلونو جګړو او ناامنیو له افغانانو څخه د امنیت او کار کولو فرصت اخیستی او دا چاره د دې لامل شوې چې ګڼ‌شمېر هېوادوال د ژوندي پاتې‌ کېدو او ښه ژوند برابرولو په موخه د هېواد پرېښودو ته اړ شي.

حبیبه سوسن هغه افغانه ده چې په منظم ډول انګلستان ته کډواله شوې. هغې د کار ویزې ترلاسه کولو سره هېواد خوشې کړی او په وینا یې، کلونه کېږي چې هېواد څخه د لرې‌ پاتې کېدو تجربه لري.

سره له دې چې هغې سلام‌وطندار راډیو ته په افغانستان کې د ځاني، مالي او کاري امنیت له نه موجودیت څخه سر ټکولی، خو د سولې بهیر پیل ته هیله‌منده ده.

حبیبه سوسن تمه لري چې سیاسي مشران د هېوادوالو لپاره د امنیت او فرصتونو برابرولو په برخه کې هڅې وکړي، خو د سولې پڅ بهیر یې دا هیله په ناهیلۍ بدله کړې ده.

سوسن چې د سولې خبرو له پیل څخه تر اوسه دغه بهیر په منظم ډول څاري وايي، په هغو ټولو غونډو کې چې د سولې په تړاو جوړې شوي، له دواړو لوریو څخه یې داسې خبره نه ده اورېدلې چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو په اړه وي.

نوموړې زیاتوي، په افغانستان کې هېڅوک خوند‌ي نه دی او چا ته په مساوي توګه د پرمختګ اسانتیاوې هم نه دي برابرې شوي. د هغې په خبره، د سولې روانې خبرې یوازې د څو جنګیالیو ډلو ترمنځ د واک وېش دی.

په ورته وخت کې سوسن د افغانستان اوسنی حکومت یو ولسواک حکومت بولي، خو په وینا یې، تر سیوري لاندې یې د ښځو، دیني او نژادي لږکیو حقونه تر پښو لاندې کېږي. هغه ټینګار کوي چې هېڅ ډول ژمنتیا نشته چې د سولې تر ټینګښت وروسته دې د لږکیو او د ښځو حقونه تضمین شي.

هغه زیاتوي، قومي او مذهبي لږکیو له کلونو راهیسې په افغناستان کې ارام ژوند نه دی کړی او ځينې کورنۍ خپلو راتلونکو نسلونو ته د غوره فرصتونو برابرولو لپاره کډوالۍ ته اړ شوې دي.

د نوموړې په خبره، د سولې غونډو له طرحو او اجنداو څخه داسې ښکاري چې د ټولنې د بېلابېلو برخو وګړو لپاره کړۍ نوره هم تنګېږي او د کډوالو بېرته راګرځېدو لپاره فرصت یا هم د ملاتړ کوم پروګرام نه تر سترګو کېږي.

هغه وايي، که سوله د عادلانه امنیت او فرصت رامنځته کېدو لامل شي، خپل هېواد ته ستنېږي، خو که د سولې بهیر په اوسنۍ بڼه دوام وکړي، د عادلانه امنیت او فرصت ټینګښت لپاره هېڅ ډول هیله‌مندي نشته.

حبیبه وايي، کله چې کډواله شوه د افغانستان د خاورې یوه برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې وه، خو که سوله راشي او طالبان په رسمي توګه د افغناستان پر ټوله خاوره واک ترلاسه کړي، هېڅ کډوال به دې ته حاضر نه شي چې بېرته افغانستان ته ستون شي.

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه تر اوسه ۳۴۷ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

د هغه په وینا، دولت «له سولې وروسته پروګرام» او د «کډوالۍ پالیسي» په نوم پر دوو پروګرامونو کار کوي چې په تړاو یې د افغناستان ټولې ادارې د کډوالو پر وړاندې ځانګړې دندې لري.

حبیبه سوسن درې اولادونه لري چې درې‌ واړه یې د انګلستان تر ټولو غوره ښوونځیو او پوهنتون کې زده کړې کوي. کډوالي د دې لامل شوې چې د حبیبې اولادونه د انګلستان هېواد د نورو وګړو په څېر د زده‌کړو لپاره مساوي فرصت ولري.

سره له دې چې مېرمن حبیبه کډواله ده، خو د انګلستان تر ټولو غوره شرکت کې کار کوي. هغه وايي، که هېواد کې په واقعي توګه سوله را نه شي، هېواد ته په بېرته ستنېدو سره به ټول دغه فرصتونه له لاسه ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام